زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-12  |  2024-09-16  |  تازه شوی په: 2024/09/16 - 03:53:0 FA | AR | PS | EN
ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی             د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه             لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي             د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې             په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل            د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو             داعش دایکندي‌ کې ۱۴ کسان وژلي             پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی             د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه             د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي             د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي             د کاملاهریس او ټرمپ ترمنځ مناظره پای ته ورسېده             طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه زیاته کړې             په اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي             نظری د بامیان محصلان ته په وینا کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ            

تاريخ النشر: 2024/09/03 - 04:21:0
زيارة: 173
مشاركة مع الـأصدقاء

د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ
 د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ

انصار: (د وږی ۱۳ مه)، د طالبانو مشر ملاهبة الله اخندزاده په لومړي ځل په جوزجان ولایت کې هغه ځای ته لاړ چې زرګونه طالبان پکې په بې رحمانه ډول له وژل کېدو خارو ته سپارل شوي دي.

طالب مشر په درو کلونو کې په لومړني ولایتي سفر کې، چې د پنجشنبې یا چهارشنبې په ورځ یې له بادعیس څخه پیل کړ، له فاریاب څخه غالباً پرون (دوشنبې) جوزجان ولایت ته ورسېد.

په جوزجان کې د طالبانو ځایي چارواکو پرون تایید کړه چې په دې سفر کې، اخوندزاده نه یوازې دشت لیلی ته لاړ بلکې د سرپل او جوزجان ولایتونو له ځایي چارواکو سره یې هم خبرې وکړې.

په جوزجان او بلخ ولایتونو کې زرګونه طالبان په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي. زرګونه طالبان لومړی هغه مهال په دغو دښتو کې په ډله ییز ډول خښ شول چې جنرال مالک د شمالي ولایتونو د نیولو په مهال خپله لار له طالبانو بېله کړه او په دوهم ځل د ۲۰۰۱ په وروستیو کې، کله چې امریکايي پوځیانو د جنرال دوستم په ملاتړ طالبان د افغانستان په شمال کې وځپل.

د لوېدیځو رسنیو د مستندو ویدويي راپورونو پر اساس زرګونه تسلیم شوي طالبان د جنرال دوستم ځواکونو په داسي حال کې ووژل چې هغوی په کانتینرونو کې وړل کېدل. ویل کېږي چې ډېر شمېر یې په کانتینر کې د اکسیجن یا هوا د نشتوالي له کبله مړه شوي وو.

تر دې کابو د تېر لمریز کال په جوزا کې د طالبانود کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دشت لیلي ته تللی و.

حقاني په دشت لیلي کې وژل شوي کسان بې نومه سرتېري وبلل، ویې ویل:«قاتلانو د دوی پاکې وینې توی کړې او هغوی (قاتلان) رسوا او ذلیل شول.»

ده همداراز وویل چې د «شهیدانو» د درناوي لپاره به د هدیرې په ځای کې دېوال، منار، او جومات کړي.

د طالبانو مشر، چې په تېرو درو کلونو کې یې خلکو او رسنیو ته د خپلې څېرې له ښکارولو ډډه کړې، د دغو سفرونو په لړ کې، د امربالمعروف د لانجمن قانون او همداراز د طالبانو د ځانکړي شریعت د تطبیق پر اړتیا ټینګار کړی دی.

مخکې تر دې چې طالبان د ښاغلي اخوندزاده سفر اعلان کړي، د طالبانو دوو سرچینو تاند ته وویل چې نوموړي بادغیس ته سفر کړی او غواړي چې له بادغیس څخه ټپال په ټپال ځان تر بدخشان ولایت پورې ورسوي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33278






*
*

*



قرأ

یو شمېر طالب مشران خپلې کورنۍ له افغانستانه باسي


ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی


د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه


د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپارو


د اسټرالیا په افغانستان کې د یو شمېر افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي


د کاملاهریس او ټرمپ ترمنځ مناظره پای ته ورسېده


په اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي


نظری د بامیان محصلان ته په وینا کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ


د دوحې موافقې د افغانستان د حکومت روحیه خرابه کړه


د بریتانیا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت د بندېدو امر کړی


له جرمني څخه ایستل شوي افغانان له بنده خوشی شول


د غزه شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی


یوناما د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د غونډې جوړولو اعلان وکړ


چین په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو حکومت ملاتړ کوي


پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده


ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولو


په جرمني کی د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت


د طالبانو نوی قانون د بشري حقونو دشاتګ ښکارندويي کوي


د بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات خپاره کړل


د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشر د طالبانو نوی قانون د ښځو پر حقونو تېری وباله


د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات څوک ګټي، د چا پله په درنېدو ده؟


يو بريتانوي خبريال په دونتیسک کې وژل شوی


طالبان وايي، ژر به د دوی سفیر په تاشکند کې کار پیل کړي


د ریچارد بینټ پر سفر په بندیز بیا غورغوښتنه


په کورسک کې له اټومي بټۍ څخه د کتنې لپاره د ګروسي چمتووالی





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان